د کابل په کمپنۍ سیمه کې په یوه کوڅه کې پنځوس کورنۍ اوسیدې، په دې ۵۰ کورونو کې ۴۵ یې دومره بې وزلي وو چې ځینې یې خوراک، څوک پوښاک او یو شمېر یې د ناروغو اولادونو درملو ته حیران وو چې څه ډول یې برابر کړي.
د یوه کور نارینه په انتحاري حمله کې مړ شوی و، درې لورګانې، لیونی زوی او ځوانه مېرمن ورنه پاتې وه.
دوی دومره په غربت کې د ژمي یخې شپې ورځې تیروي چې له خوراک پوښاک سره لیونی زوي ته د اعصابو درمل هم نشي اخېستی.
د دې کونډې مېرمنې تمه له شتمنو خلکو او دولتي مسؤلو کسانو څخه دا وه چې دومره مرسته ورسره وکړي چې بچي یې فقر او نیستي ورنه وانه خلي.
د کور کلي دا اوونیزه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5