په روسیه کې د میموریل په نوم د بشري حقونو د یوې مخکښې ډلې د چچنیا د دفتر مشر د نشهيي موادو په تور نیول شوی دی.
دا خبر د چچن چارواکو او د بشري حقونو د دې فعال د مدافع وکیل په حواله خپور شوی دی.
د نیول شوي فعال اویوف تیتییف یو همکار پر نوموړي لګېدلي تورونه رد کړي او هغهیې د خندا وړ بللي.
په چچنیا کې د بشري حقونو د دې فعال نیول کېدو دغلته د بشري فعالانو، ژورنالېستانو او د چچنیا د مشر رمضان قادروف چې کرملېنیې ملاتړ کوي مخالفینو ته د پېښېدونکي خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.