پنټاګون د روسیې هغه اشارې رد کړې چې ګوندې د متحده ایالاتو پوځ د سوریې په لوېدیځ کې د روسیې پر یوې پوځي هوايي اډې د ډرون الوتکو برید کې لاس درلود.
د پنټاګون ویاند اډریان رانکین ګالوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» وویل، هره هغه اشاره چې د روسیې پر هوايي پوځي اډه برید کې د امریکا او یا د ائتلافي ځواکونو د رول یادونه کوي، بېاساسه او کاملاً بېمسؤلیته ده.
پنټاګون وروسته له هغې عکسالعمل ښيي چې د روسیې د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په یو بیان کې د "عجیب تصادف" یادونه کړې او ویلي یې دي د بریدونو پر مهال د طرطوس سمندري تأسیساتو او د حميميم هوايي اډې ته نږدې د امریکا یو استخباراتي الوتکه د مدیترانې دپاسه الوته.
د روسیې د دفاع د وزارت تر دې مخکې یوه ورځ مخکې ویلي وو:
"د جمعې او شنبې د ورځو ترمنځ د شپې پر مهال ۱۳ په وسلو سمبالې ډرون الوتکې د سوریې په طرطوس کې د دوی پر پوځي هوايي اډه برید کې کارول شوي."
د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار د بریتانیا مېشتې ډلې په حواله ویلي چې پر دې روسۍ هوايي اډې د سخت دریځو وسلهوالو هغې ډلې برید کړی چې د سوریې په لاذقیه ولایت کې فعاله ده او د روسیې دا هوايي پوځي اډه هم په همدې ولایت کې ده.