یونان او د مهاجرو ادارو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» له اروپايي ټولنې وغوښتل چې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې دې مستحق افغانان او بېسرپرسته ماشومان هم شامل کړي.
په اروپا کې د کډوالو د بحران د اسانه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دې پروګرام په ترڅ کې تر اوسه شااوخوا ۳۰ زره کډوال چې تر ډېره د سوریې دي له یونان او ایټالیا څخه نورو اروپايي هېوادونو کې منل شوي.
دا شمېره له هغو ۱۶۰ زره کډوالو کمه ده چې د دې پروګرام په پیل کې پرې موافقه شوې وه.
افغانان له سوریې وروسته په اروپا کې د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله جوړوي، خو د اروپايي ټولنې د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې نهدي شامل.
په یونان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازي فلیپ لیکلیرک خبریالانو ته وویل، ادارې یې د مستحقو افغانانو او ۳۳۰۰ بېسرپرسته ماشومانو په شمول څو کټګورۍ پېشنهاد کړي چې باید د اروپايي ټولنې د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې شامل شي.
ملګرو ملتونو، د کډوالو نړیوال سازمان او د یونان چارواکو ویلي چې د اروپايي ټولنې د څلورو غړو هېوادونو، چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا لهخوا د کډوالو د منلو په وړاندې مقاومت، په یونان او ایټالیا کې د ایسارو لسګونه زرو کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام له ستونزو سره مخ کړی.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په یونان کې لسګونه زره افغان کډوال ایسار دي چې په نورو اروپايي هېوادونو کې د پنا اخیستو په لټه کې دي چې زیاتیې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.