اذربایجان وايي، په افغانستان کې د خپلو سولهساتو سرتېرو شمېر زیاتوي.
دا مهال ۹۴ اذربایجاني سرتېري په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت په لیکو کې موجود دي.
خو د اذربایجان د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا شمېر به ۱۲۰ سرتېرو ته لوړ کړي.
د اذربایجان پوځ همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د خپل یو ډله سرتېرو د دورې له بشپړېدو وروستهیې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» ۷۰ تنه تازه دمي سرتېري دې هېواد ته استولي.
د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو پرېکړهیې د ناټو د هغې غوښتنې په ځواب کې کړې چې له خپلو غړو او متحدانو یې افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت لپاره د سرتېرو زیاتول غوښتي.
څو میاشتې مخکې د اذربایجان ولسمشر الهام علياف په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې ویلي و چې هېواد بهیې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي.