د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د عملیاتو پر مهال ۴۱ وسلهوال طالبان وژل او ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال رحمتالله صدیقي د سې
شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهالیې ګڼې سیمې هم د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۳ افغان سرتېرې هم ټپيان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.