پامپیو: پاکستان د امریکا ضد وسله‌والو ته خوندي ځایونه ورکړي

د امريکا د استخباراتي ادارې يا «سي. ای. اې» مشر وايي، پاکستان هغو سخت دريځو ته خوندي ځايونه ورکوي چې امریکا تهديدوي.

مایک پامپیو د يکشنبې په ورځ وويل چې د امریکا استخبارات د دې ارزونې ملاتړ کوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ روښانه کړې چې پاکستان باید سخت دريځو ته د خوندي ځايونو ورکولو څخه لاس واخلي چې امریکا ته تهديد پېښوي.

ده زیاته کړه، ډونالد ټرمپ پاکستان ته ويلي وو چې امريکا به ورسره شريک ملګری هېواد پاتې شي، خو پاکستان باید د سخت دريځو خوندي ځايونه له‌منځه يوسي.

پامپیو وويل چې د پاکستان دا کار نور د منلو وړ نه‌دی او که دوی دا ستونزه حل کړي، امریکا به ورسره همکار وي، خو که دا کار ونه‌کړي امریکا به خپله دفاع وکړي.