افغان ولسمشر وايي، يوازې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د قوې د استعمال مرجع وي.
محمد اشرف غني چې نن د سې شنبې په ورځ د ۴۰۰ پولیسو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، ویېويل چې هېڅ بل څوک باید دا توان ونهلري چې د افغانانو په مقابل کې له قواو څخه استفاده وکړي.
ولسمشر غني وويل:
"زما ژمنه دا ده چې زموږ امنيتي او دفاعي قواوې به يوازې د قوې د استعمال مرجع وي او مشروع قوه به وي، هېڅ بل څوک باید دا صلاحيت او توان ونهلري چې د افغانانو په مقابل کې له قوې کار واخلي. د هغو کسانو پر وړاندې چې د بيرغ، ملي ګټو او اساسي قانون پر ضد درېږي، يوازې به امنيتي او دفاعي ځواکونه تجهيز شي او دا تجهيز به د خلکو په بشپړ ملاتړ تر سره کېږي."
ولسمشر غني همداراز وويل، هر څوک چې په واسطه مقرر شوي له سنګره تښتېدلي او هر څوګ چې په پیسو مقرر شوي، سبا یې غلا کړې ده او دا هغه څه دي چې خلکيې نهغواړي.