د امریکا د استخباراتو لهخوا فضا ته یو استول شوی سټلایټ د ځمکې مدار ته په رسېدو کې پاتې راغلی او ګومان کېږي چې مات او ویجاړ شوی به وي.
امریکايي رسنیو د حکومت او د فضايي چارو د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دا خورا زیات محرم سټلایټ چې د یکشنبې په ورځ له فلوریډا ایالت څخه د سپېس اېکس توغندي په وسیله وتوغول شو، ځان له توغندي څخه جلا نهشو کړای او ګومان کېږي چې یا به له ماتېدو وروسته د ځمکې په اتموسفیر کې سوځېدلای وي او یا به سمندر ته رالوېدلای وي.
په دې اړه تحقیقات پیل شوي، خو چارواکي وايي چې اوسمهال په دې برخه کې د تخریب او سبوتاژ نښې نهلیدل کېږي.