یو شمېر نړیوالو خپرونو له پاکستان سره د امریکا د مرستو تر ځنډ وروسته د پاکستان د غبرګون، د امریکا د دغه کار د احتمالي اغېز او د سوریې په جګړه کې د افغانانو په وژل کېدو مطالب لیکلي دي.
- وال سټریټ ژورنال
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په حواله په یوه مقاله کې لیکلي:
"موږ د امریکا متحده ایالاتو سره هېڅ ډول اتحاد نهلرو، متحدین دا ډول چلند نهکوي."
اصف دا خبره د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وکړه.
ورځپاڼې د خواجه اصف په حواله دا هم لیکلي چې پاکستان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا له کمپاین سره په یوځای کېدو لویه تېروتنه وکړه.
- فایننشل ټایمز
فایننشل ټایمز هم په یوه مطلب کې لیکلي چې د پاکستان امنیتي ادارې له امریکا مرستې ترلاسه کوي او ورسره جوخت طالبانو او هغو ترورېستي ډلو ته پناه ورکوي چې له امریکا، متحدینو او هند سره جنګېږي.
د مطلب د لیکوال په باور له پاکستان سره د امنیتي همکاریو په برخه کې د دوه میلیارده ډالرو د ځنډولو په باب د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د درک وړ ده.
ورځپاڼه لیکي:
د اسلاماباد او واشنګټن د اړیکو د خړ پړ کېدو یو اغېز له چین سره د پاکستان د اړیکو پیاوړي کېدل دي.
په مطلب کې راغلي چې چین په پاکستان کې د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه څو په ټوله اسیا او له هغې ورهاخوا د پیکېنګ نفوذ پراخ کړي.
- ټایمز
د ټایمز بريتانیا چاپ ورځپاڼې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د وژل کېدو راپورونو ته اشاره کړې ده.
د ورځپاڼې په خبره دا افغانان د ایران د فاطمیون ډلې غړي وو.
د ایران د اصلاح غوښتونکو یوې ورځپاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې څه باندې ۲۰۰۰ افغانان چې د ایران له لوري د سوریې جګړې ته لېږل شوي وو، وژل شوي دي.
ټایمز لیکي:
په تېرو راپورونو کې راغلي و چې ځوانو افغان نارینهو ته ګواښ شوی و که په داوطلبانه توګه د سوریې په جګړه کې ګډون ونهکړي له ایرانه به بېرته افغانستان ته ولېږل شي.