په پروان کې سږ کال د کوچنیانو د زړه د سوري ناروغي زیاته شوې

د پروان ولايت روغتیايي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د کوچنیانو د زړه د سوري ناروغي زیاته شوې ده.

د دوی په وينا، په پروان ولایت کې سږ کال د دې ناروغۍ له ۲۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د پروان ولايت د سرې مياشتې رئیس خيبر جويا ازادي راډيو ته وويل، هڅې کېږي چې د زړه د سوري ناروغو کوچنیانو ته له افغانستانه په بهر کې د درملنې زمينه برابره شي.

په پروان کې له ۲۰۰ زیات کسان د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي او مرستې ته اړتیا لري.

تر اوسه له ۲۵ د زیاتو کسانو درملنه شوې ده او هر کله چې د نورو نوبت راورسېد، د يوه مکتوب له لارې به‌يې د درملنې په برخه کې اقدام وشي.

د زړه سوری داسې ناروغي ده چې د نوي زېږېدلي کوچني د زړه په دوو دهلېزونو کې رامنځته کېږي، خو په نړۍ کې د دې ناروغۍ لامل تر اوسه نه‌دی مشخص شوی.

کوچنی ډېری وختونه د مور په نس کې په دې ناروغۍ اخته کېږي.

کوچني سوریان د وخت په تېرېدو په خپله جوړېږي، خو ډېری يې جراحي عملیاتو ته اړتيا لري.