د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په پيکېنګ کې له خپل چينايي سيال شي جين پېنګ سره وکتل.
د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د دواړو ولسمشرانو مېرمنو او د دواړو لورو پلاويو هم ګډون کړی و.
مکرون چين ته د خپل لومړي سفر پر مهال په شي ان ښار کې دمه وکړه.
مکرون هيله لري چې د دې سفر په نتيجه کې به د چين او اروپايي اتحاديې ترمنځ اړيکې پراخې شي.
پيکېنګ ډېری وختونه پر بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ ځيني محدوديتونه لګوي.
د دوشنبې په سهار مکرون وويل چې چين او اروپا بايد د سړکونو او کمربند نوښت پر پروژه ګډ کار وکړي.
د دې پروژې له مخې به د نوي عصر د ورېښمو لاره جوړه شي.