د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوې ځايي امنیتي سرچینې د نوم نهښودلو په شرط وویل، تېره شپه پر ترینکوټ د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله ۹ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دغې ځايي امنیتي سرچینې نن دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه افغان پوځیانو پر وسلهوالو طالبانو توپچي بریدونه کول چې د توپ دغه مرمۍ په خطایي کې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د کفترخانې په نوم سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته لګېدلې چې پر مهالیې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، په همدې شپه وسلهوالو طالبانو په دغې سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو هم ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې ۵ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین بیا په ښکاره ډول، یو شمېر په دې اړه نا خبري او یو شمېر نور یې له څه ویلو ډډه کوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې دغلته د افغان پوځ روان عملیاتیې په شا ورتمبولي او ادعا يې کړې وه چې ګڼ شمېر افغان سرتېرو تهيې مرګ ژوبله اړولې ده.