د ایران د پوهنې وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د دې هېواد حکومت به په لومړنیو ښوونځیو کې د انګلیسي ژبې پر زدهکړو بندیز ولګوي.
د ایران د پوهنې د عالي شورا مشر وايي، د حکومتي او غیر حکومتي لومړنیو ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د انګلیسي ژبې تدریس د ایران له قوانینو او مقرراتو سره په تضاد کې دی.
مهدي نوید ادهم د یکشنبې په ورځ یوه دولتي ټلوېزیون ته وویل، تصور دا دی چې د زده کوونکو د کلتور بنسټ له لومړنۍ دورې پیلېږي او ځکه د انګلیسي ژبې پر زدهکړه بندیز په پام کې دی.
د ایران رسمي ژبه فارسي ده او د انګلیسي ژبې د تدریس لارښوونې د ښوونځي په منځنۍ دوره کې چې زدهکوونکي د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمر لري پیلېږي، خو په ځینو لومړنیو ښوونځیو کې د کم عمره ماشومانو لپاره هم د انګلیسي ژبې زدهکړه پیلېږي.
تر اوسه معلومه نهده چې د ایران حکومت دا پرېکړه عملي کړې کنه، خو که د انګلیسي ژبې پر تدریس بندیز عملي کېږي، نو ښايي له کم عمره ماشومانو پیل شي.
په ایران کې یو شمېر زدهکوونکي له ښوونځي وروسته د بهرنیو ژبو د زدهکړې کورسونو ته ځي او حتی ځیني ماشومان چې ښه اقتصادي شرایط لري، په خصوصي ښوونځیو کې په انګلیسي ژبه درس وايي.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي مخکې په وړکتونونو کې د انګلیسي ژبې د تدریس له کبله اندېښنه څرګنده کړې وه.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي
خامنهاي په ۲۰۱۶ کال کې ښوونکو ته په وینا کې ویلي وو چې د ده هدف له بهرنیو ژبو سره مخالفت نهدی، بلکې د انګلیسي ژبې تدریس د ده په وینا، د ایران په ماشومانو، تنکیو زلمیو او ځوانانو کې د بهرني کلچر د خپراوي په معنی ده.
په ایران کې پر انګلیسي سربېره د نورو ژبو له تدریس سره هم مخالفت ښودل شوی دی.
په ۲۰۱۷ کال کې د ایران استخباراتي ادارې د کردي کرمانجي د لیک لوست په نوم د کردي ژبې د یوه تدریسي کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړ.