د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا «۳/۰» لونتي ته په ماتې سره یو ځل بیا د لالیګا جدول په سر کې لومړی ځای خپل کړ.
دغه سیالۍ چې د بارسلونا په کوربهتوب د نیوکمپ سټډیوم کې ترسره شوه، د بارسلونا لپاره لیونل مسي، سوارز او پایولینیو ګولونه ووهل.
د دې سیالیو په جدول کې بارسلونا د ۴۸ امتیازونو په درلودلو اول، اتلتیکو مادرید ۳۹ امتیازونو په لرلو دوهم او ریال مادرید بیا په دې جدول کې څلورم ځای لري.
دغهراز د لالیګا د تېرې شپې په نورو لوبو کې ریال بټیس «۵/۲» سویا، لیګانس« ۱/۰» ریال سوسېډاډ او اتلتیکو بیلباوو «۲/۰» الویز ته ماتې ورکړه.
خو دیپورتیوو او ویاریال لوبه «۱/۱» مساوي کړه.