چارواکي: د کندز د خان‌اباد په عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي

په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي د دغه ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفينو د ځپلو په هدف، د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا د "پامیر ۱۶" په نوم د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

د پامیر د شلمې فرقې د لومړۍ پلې لوا قوماندان زمري فیضي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د "پامیر ۱۶" په نوم چاڼیز عملیات د یکشنبې له ورځې د کندز د خان‌اباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې روان دي چې په خبره‌یې، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۱۰ وسله‌وال مخالفين وژل شوي او ۴ ټپیان شوي دي.

د نوموړي د خبرو پر بنسټ، په روانو عملیاتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

د ښاغلي فیضي په وینا چې په کندز کې د ژمنیو عملیاتو د پیلېدو تر څنګ، دوی خپل پوځي تمرینات هم پیل کړي، څو په راتلونکي کال کې د ملي اردو منسوبین د پوځي عملیاتو د پيلېدو لپاره پوره چمتووالی ولري.

خو وسله‌والو مخالفانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خان‌اباد د ۱۷ کېلو متره واټن په درلودو سره د کندز مرکز ختیځ لوري ته موقعیت لري او د دغه ولایت له نا امنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، خو په دې ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفينو د شتون برسېره زیات شمېر غیر مسؤل وسله‌وال هم فزیکي حضور لري چې د نوموړې ولسوالۍ د عامو خلکو ژوند یې له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ کړی دی.