په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې تاوده بحثونه په سوریه کې د ایران په استازیتوب د جنګېدونکو افغانانو پر مرګ ژوبلې څرخي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼه لیکي، د سوریې په جګړه کې د افغان شیعه ځوانانو د پراخې مرګ ژوبلې خبره داسې مهال کېږي چې تهران بیا په یمن کې د جګړې لپاره د فاطمیون لښکر بیا سمبالوي.
ورځپاڼه لیکي چې د فاطمیون لښکر د ۱۲ زره کسیزه ځواک لویه برخه بیا هم هغه افغان هزاره ځوانان دي چې د ۵۰۰ ډالرو او د ایران د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره، قربانۍ ته تیار شوي دي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغان حکومت د دې مسئلې په اړه ځان تېر باسي، حال دا چې محمد محقق او نور چارواکي ښه خبر دي چې د فاطمیون لښکر لپاره د کابل په لوېدیځ او په ځینو نورو سیمو کې په څرګند ډول جلب او جذب روان دی.
ورځپاڼې حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د دغو افغانانو په اړه دې له سوریې، عراق، لبنان او نورو هېوادونو معلومات راټول کړي او افغانستان تهیې په راتلو بندیز ولګوي.
ورځپاڼې دا خبرداری هم ورکړی، که افغان حکومت د فاطمیون لښکر کرایه شویو افغان جګړهمارانو ته سینه خلاصه کړه، نو دا تمه دې هم ولري چې یوه ورځ به د ایران د ستراتېژیکو اهدافو لپاره د خپل افغان پر ضد هم وسله پورته کړي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې په سوریه کې د ایران لهخوا جګړې ته د استول شویو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د راپور په غبرګون کې د ملي شورا د مشرانو جرګې غبرګون راخیستی چې پر حکومتیې غږ کړی چې سوریې ته د افغان کډوالو د استولو مخه دې ونیسي.
ورځپاڼه لیکي:
د مشرانو جرګې اکثره غړو له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې له ټولو ممکنه لارو دې کار واخلي او پرې نهږدي چې افغان ځوانان د نورو د اهدافو لپاره قرباني شي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې بیا په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د خپور شوي راپور په غبرګون کې د افغان حکومت په حواله لیکلي دي چې د افغانانو وینه باید د نورو هېوادونو د ګټو لپاره تویه نهشي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغان حکومت وایي، لکه څرنګه چې تلیې په افغانستان کې دننه له نیابتي جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړی، همدا شان په بهر کې هم د نیابتي جګړې مخالف دی.
ورځپاڼې وړاندې د جمهوري ریاست او اجرائیه رئیس د ویاندویانو نظرونه هم راخیستي دي او لیکلي یې دي چې افغان حکومت له افغان کډوالو سیاسي او پوځي اهدافو لپاره کار اخیستل مردود شمېري او د دې لړۍ د بندولو لپارهیې له اړوندو نړیوالو ادارو سره تماسونه هم نیولي دي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د دې مسئلې په اړه د افغان حکومت غبرګون راخیستی دی او لیکلي یې دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې له موجودو افغان کډوالو سره باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وشي.
ورځپاڼې وړاندې په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د خپور شوي راپور په حواله لیکلي دي چې تر اوسه پورې په دې جګړه کې دوه زره افغانان چې د فاطمیون لښکر په چوکاټ کې یې جګړه کوله وژل شوي دي او اته زره نور ټپیان دي.
ورځپاڼه لیکي:
د فاطمیون لښکر له افغانانو جوړ دی چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت په پلوۍ جنګېږي.
ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت دا مسئله له نږدې څاري او په دې اړهیې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له ځینو نړیوالو ادارو سره تماسونه نیولي دي، څو دا مسئله حل کړي.
- هېرټ اف اېشیا
د هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې هم د سوریې په جګړه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې مسئله راخیستې او لیکلي یې دي چې هغو افغانانو ته چې د سوریې په جنګ کې برخه اخلي د ایران تابعیت ورکول کېږي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د فاطمیون د لښکر لهخوا د مرګ ژوبلې دا شمېره په تېر مارچ میاشت کې ورکړل شوې وه، خو هغه مهال د وژل شویو کسانو هویت څرګند نهوو.