زابل کې د دولت ٧ وسله‎وال مخالفین وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي

٢٠٥ اتل قول اردو وايي، په زابل ولايت کې د دولت ٧ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه قول اردو وايي، دغو وسله‎والو ته په هغو پوځي عملياتو کې مرګ ژوبله واوښته چې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» د زابل ولايت په دای‎چوپان او شاه‌جوی ولسواليو کې وشول.

٢٠٥ اتل قول اردو په خپله اعلاميه کې چې نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» سهار يې خپره کړې ويلي، په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او ځيني وسايط هم د ملي اردو لاس ته ورغلي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.