د سویډن پولیس وايي، په استکهلم ښار کې د مېټرو په یوه تمځای کې یوې چاودنې یو تن وژلی او یو بلیې ژوبل کړی دی.
د استکهلم د پولیسو ویاند سفین ایریک اولسن پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» وویل، یوه زاړه سړي چې عمر یې ۶۰ کاله ښودل شوی پرون یکشنبه له ځمکې یوه اله پورته کړه او وروسته همدې الې چاودنه وکړه چې دی پهکې ټپي او بیا مړ شو او یوه بله ۴۵ کلنه ښځه ژوبله ده.
دا چاودنه د واربي ګارډ په مېټرو تمځای کې شوې چې د هودینګي هستوګنې سیمې ته راوتلې ده.
تر اوسه د دې پېښې علت نهدی معلوم، خو محلي رسنیو ویلي، کېدای شي چاودنه د لاسي بم له امله وه.