د بغلان پولیس وايي، څلور وسلهوال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د بغلان امنیه قوماندان اکرامالدین سریف ازادي راډیو ته وویل، دغو مخالفینو ته تېره شپه هغه وخت مرګژوبله واوښته چې په برکه ولسوالۍ کې یې د افغان پوځیانو په پوستو حمله وکړه او د افغان پوځیانو له دفاعي بریدونو سره مخ شول.
برکه د بغلان ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت لري او سږ کالیې پر مرکز له ۱۰ واره زیات وسلهوالو مخالفینو ډلهییز بریدونه کړي دي.