په لغمان کې د يوه لاسي بمب چاودنې لس ماشومان ټپيان کړي

په لغمان ولايت کې د يوه لاسي بمب چاودنې لس ماشومان ټپيان کړل.

د والي وياند سرحدي ځواک رسنيو ته ويلي چې پېښه نن ماسپښين د مرکز اړوند د عمرزيو په سمڅو سيمه کې شوې ده:

"د نارنجک يوه ناچاوده مرمۍ چې له پخوا هلته پاتې وه، د کوچنيانو پر يوه ډله چاودلې چې لس تنه ماشومان يې ټپيان کړي دي، د څلورو ټپي شويو ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ دى."

ويل شوي د ټپي شويو ماشومانو عمرونه د اتو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي.