د سويډن پوليس وايي د پلازمېنې ستاکهولم د ميټرو له تمځاى بهر د يوې نامعلومې چاودېدونکې وسيلې په چاودنه کې ٢ کسان ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې ظاهراً يوه کس دا وسيله له ځمکې پورته کړه چې ويې ګوري.
د ستاکهولم پوليسو د سوډين خبري اژانس TT ته ويلي، په ټپپانو کې يو تن ٦٠ کلن سړى او بله ۴۵ کلنه ښځه ده.
ويل کېږي د ټپي شوي نارينه صحي وضعيت نازک دى.
چارواکي وايي فکر نه کوي چې دغه چاودنه دې له کوم ترويستي بريد سره تړاو ولري.