غني: ٣۴ دولتي ادارې به د دارالامان سيمې ته ولېږدول شي

د افغانستان ولسمشر وايي په پام کې ده ٣۴ دولتي ادارې به د کابل دارالامان سيمې ته ولېږدول شي.

محمد اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې وکړه.

ولسمشر وويل، دا کار کولاى شي په کابل کې د ګڼه ګوڼې اندازه کمه کړي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې وويل، د کابل اوسېدونکو د ټرافيکي ستونزو د حل لپاره د ځينو عملي پروګرامونو غوښتنه کړې ده.