د سعودي لوی څارنوال تأیید کړه چې د شاهي کورنۍ ۱۱ شهزادګان نیول شوي

د سعودي عربستان لوى څارنوال تأييد کړه چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ ۱۱ شهزادګان نيول شوي دي.

دوى د دغه شاهي هېواد د اقتصادي سپما په وړاندې اعتراض کړى و.

لوى څارنوال سعودي المجيب نن یکشنبه وويل، دغه شهزادګان د سولې او عامه نظم د ګډوډولو په تور محاکمه کېږي.

دغه شهزادګان وروسته له هغې ونيول شول چې په رياض کې له قصرالحکم تاريخي ماڼۍ بهر راغونډ شوي وو.

د سعودي عربستان حکومت د عوايدو د زياتېدو لپاره په تېرو دوو کلونو کې د سپما لپاره ځينې اقدامات کړي دي.