چارواکي: نامعلومو وسله والو په هرات کې دوه تنه په ډزو وژلي

د هرات امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولايت کې نامعلومو وسله والو دوه کسان په ډزو ووژل.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل، وژل شوي کسان په يوه موټر کې سپاره وو چې وسله والو په ډزو ووژل.

ده وويل، حمله کوونکي تر پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي او امنيتي ځواکونو يې د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.