د چين د ټرانسپورټ وزارت وايي، ٣٢ کسان چې ډېرى يې ايرانيان دي، وروسته له هغې نادرکه شول چې د تېلو باروړونکې کښتۍ يې د چين ختيځ ساحل ته نېږدې له يوې بلې باروړونکې بېړۍ سره ټکر شوه.
دغه وزارت وايي د کښتۍ په عمله کې ٣٠ ايرانيان او ٢ بنګله دېشيان وروسته له هغې نادرکه شول چې پرون شنبه ناوخته يې د کښتۍ د تېلو ٢٧٤ متره ټانکر تر ټکرېدو وروسته اور واخيست.
د چين د ټرانسپورټ وزارت وايي، ٢١ چينايي عمله له باروړونکې کښتۍ څخه ژغورل شوې ده.