په ننګرهار کې په ژمي کې د سبزیو د ښو حاصلاتو په هدف ۱۵۰ شنې خونې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه شنې خونې ۴،۶ میلیونه افغاني ارزښت لري چې لګښت يې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوی دی.
ښاغلی رحیمزی وايي، دغه شنې خونې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د ننګرهار په سره رود، بهسود، کامې، ښېوې او دره نور ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې د شنو خونو ترڅنګ په ښځو د سبزیو اصلاح شوي تخمونه هم وېشل کېږي.