د مالیزیا حکومت یوه طرحه تصویب کړه چې پر اساس یې خصوصي سکتور د دغه هېواد د هوايي شرکت د بې درکه شوې الوتکې د موندلو لټه کوي.
دا مسافر وړونکې الوتکه نژدې ۴ کاله وړاندې له کوالا لامپور څخه پیکینګ ته روانه وه چې بې درکه شوه.
د مالیزیا د ټرانسپورټ وزیر لیو تیونګ لاو پرون شنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» وویل، د تګزاس په هیوسټون کې اوشن اینفینټي کمپنۍ غوره شوې چې لټون وکړي او یوازې هغه وخت به دې کمپنۍ ته پیسې ورکړي چې د الوتکې ټوټې ومومي.
د مالیزیا د هوايي شرکت بوینګ ۷۷۷ جېټ الوتکه د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ په اتمه په داسې حال کې ورکه شوه چې ۲۳۹ تنه سپرلي او عمله په کې سپاره وو.
ګومان کېږي چې دا الوتکه به په سمندر کې لوېدلې وي.