د ایران پارلمان د وروستیو اعتراضونو په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

د ایران پارلمان نن یکشنبه ځانګړې غونډه جوړوي چې د حکومت خلاف پر هغو اعتراضونو خبرې وکړي چې څه باندې یوه اوونۍ یې دغه هېواد ته ټکان ورکړ.

دا غونډه چې د پارلمان اصلاح غوښتونکو غړو رابللې، د وروستیو نارکراریو پر علتونو غور کوي.

ټاکل شوې ده چې د پارلمان غونډه د ایران په وخت د سهار په ۹ بجې پیل شي.

ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس وویل، په پام کې ده چې د کورنیو چارو وزیر، د ایران د استخباراتي ادارې مشر او د امنیت شورا رئيس په دې غیرعلني غونډه کې ګډون وکړي.

دغه راز په پام کې ده چې د اصلاح غوښتونکو په غوښتنه زنداني شویو اعتراض کوونکو ته د قانوني مرستې د اجازې پر ورکولو هم خبرې وشي.