جوزجان چارواکي: درزاب کې٢٠ زره زده‎کوونکي له زده‎کړو بې برخې دي

افغان چارواکي وايي، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې لا هم ٢٠ زره زده‎کوونکي له زده‎کړو بې برخې پاتې دي.

د درزاب سرپرست ولسوال باز محمد داور پرون شنبې «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» ازادي راډيو ته وويل، په سيمه کې لا هم داعش ډله حضور لري او ښوونځي يې تړلي دي:

"داعش ډلې ټول ښوونځي تړلي دي. شاوخوا ٢٠زره زده‎کوونکي له تعليمه محروم پاتې دي. د ولسوالۍ مواصلاتي لارې هم تړل شوي دي."

تردې مخکې د جوزجان ولايت چارواکو خبر ورکړى و چې له درېيو استقامتونو به د داعش ډلې پر خلاف په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې پوځي عمليات وشي.

د درزاب سرپرست ولسوال چې په مرکز شبرغان کې دېره دى- وايي، داعش ډله په سيمه کې له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې ټولوي.