د "م.م" امنيت شورا په کابل کې د پنجشنبې ورځې انتحاري حمله وغندله

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په کابل کې د پنجشنبې ورځې «۱۳۹۶کال مرغومې۱۴»​ ځان وژونکې حمله په کلکو ټکو وغندله.

ملګرو ملتونو په خپله اعلاميه کې چې پرون شنبه«۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» يې خپره کړې هغه حمله "بېرحمانه او بُزدلانه" بللې ده.

د اعلاميې په حواله د امنيت شورا غړو د قربانيانو له کورنيو او افغان حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پنجشنبې ناوخته د کابل بنايي سيمې ته نېږدې د پوليسو پر يوه ډله ځان وژونکې حمله وشوه چې په نتيجه کې يې د کورنيو چارو وزارت په حواله ١٣ پوليس وژل شوي او ١٦ پوليس او ٢ ملکيان ټپيان شوي دي.

د هغې حملې مسؤليت داعش ډلې منلى دى.