ټرمپ لېواله دی چې د شمالي کوریا له مشر سره ټېلیفوني وغږېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، لېواله دی چې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ-اون سره ټېلیفوني خبرې وکړي.

ټرمپ پرون شنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» په کمپ ډېوېد کې خبریالانو ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي له هغه چا سره خبرې وکړي چې په کوچني راکټي سړي مشهور دی؟، وویل:

"زه تل پر خبرو باور لرم."

ده همدا راز وویل، یقیناً چې خبرې به وکړي، په دې کې هېڅ ستونزه نه‌لري.