ملي امنیت: کابل کې ۴ سړي تښتوونکي نیول شوي او ۳ برمته شوي خوشې شوي

د ملي امنیت کارکوونکو د کابل ښار په مربوطاتو کې څلور تنه اختطافچیان نیولي او دوه تنه برمته شوي یې د هغوی له منګولو خوشې کړي دي.

د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې راغلي چې دغه کسان چې د شتمنو افرادو په تښتولو بوخته وو، د کابل په ۱۳مه ناحیه کې تثبیت او د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

اعلامیه زیاتوي، دغې شبکې دوه تنه د پیسو ترلاسه کولو په هدف تښتولي وو او ۱۰ ورځې یې له ځانه سره ساتلي وو.

د ملي امنیت ریاست په یوې بلې اعلامیې کې ویل شوي چې ددغه ریاست د ځانګړو قطعاتو په عملیاتو کې په هلمند ولایت کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د درېیو قوماندانانو په ګډون، ۱۸ نور نیول شوي دي.

په خبرپاڼې کې د عملیاتو دقیق وخت نه دی ښودل شوی، خو وایي چې په ګرمسیر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوې ثابتې قرارګاه عملیات شوي چې دغه قرارګاه په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.

ویل شوي، په دې ترڅ کې د وسله والو طالبانو ډېر شمېر پوځي او تبلیغاتي تجهیزات له منځه تللي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.