چارواکي: په لغمان کې د داعش ډلې ۱۴ غړي وژل شوي

افغان چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د داعش ډلې د درې مهمو کسان په ګډون د دغې ډلې ۱۴ غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دغه کسان په الینګار ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې بریدونو کې د داعش وسله والو اړوند یوه اندازه وسلې له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوې بلې اعلامیې کې بیا د طالبانو د ډلې د یوه قوماندان د وژل کېدو خبره شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، قوماندان جهان له خپلو درېیو ملګرو سره د خپل جوړ شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

دا پېښه تېر ماښام د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې شوې ده.