د یمن شیعه یاغیانو ویلي دي، د سعودي عربستان په جنوبي سیمه، نجران کې یې یو پوځي کمپ پرون په بالستیک توغندي ویشتلی دی.
عربستان ویلي دي چې دا توغندی یې شنډ کړی دی.
المسیره ټلوېزیون چې د یمن د شیعه و دی، خبر ورکوي چې د لنډ واټن دغه بالسټیک توغوندي په بریالیتوب خپل هدف ویشتلی دی.