افغان ولسمشر په کابل کې د وسپنې د ویلي کولو یوه فابریکه پرانېسته

ولسمشر محمد اشرف غني د خان سټیل د وسپنې د ویلي کولو فابریکه پرانېسته

د خان سټیل د وسپنې د ویلې کولو د فابریکې مشر خان محمد وردګ د دغې فابریکې پرانېستغونډې ته وویل چې دغه فابریکه د وسپنې د ویلي کولو ټولې چارې په معیاري ډول پرمخ وړي.

ښاغلي وردګ وویل، له دې وروسته دوی په کور دننه د ساختماني ودانیو د سیخانو ۳۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي.

د خان سټیل فابریکې مشر له افغان حکومته غواړي چې د دفاع وزارت زړې وسپنې د ویلي کولو لپاره د دغې فابریکې په واک کې ورکړي.

ښاغلی وردګ وايي، په دغه فابریکه کې په مستقیم ډول ۵۰۰ کسانو ته د کار زمنیه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، هر کال د میلیونو ډالرو په لګښت د ساختماني چارو لپاره مواد له بهره افغانستان ته راځي چې د دغې فابریکې په فعالیت سره به راکم شي.

دغه فابریکه د یوه افغان سوداګر له خوا د کابل په صنعتي پارک کې، د څه باندې ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .