چارواکي: په کونړ کې د خپل ماین چاودنې ۴ طالبان وژلي

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د دولت په وسله والو مخالفینو خپل ماین چاودېدلی چې ورته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د ناړۍ په باټش کې وسله وال مخالفین د بمونو جوړولو باندې بوخت چې یو پرې چاودېدلی او پکې د یوه پاکستاني په ګډون ۴تنه وسله وال وژل شوي او یو ۷ کلن ماشوم ټپي شوی دی.

یادو کسانو په یو کور کې بمونه جوړول.

تراوسه د دولت وسله والو مخلفینو د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.