نیمروز ولایتي شورا: طالبان له سوداګرو پیسې اخلي

د نیمرزو ولایت سیمه ییز چارواکي او ولایتي شورا وايي، طالبان د خاش رود او دلارام ولسوالیو ترمنځ لویه لاره کې له خلکو او په ځانګړي ډول له سوداګرو څخه په زوره پیسې او باج اخلي.

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال محمد صدیق پرون ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید د دې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره ګام واخلي:

"طالبانو لاره بنده کړې ده له تجارانو څخه مالیه او پیسې غواړي، له مرکزي حکومت په خاص ډول له دفاع وزارت نه مو غوښتنه داده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي."

د نیمروز د امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر هم د خاش رود او دلارام ولسوالیو ترمنځ لاره کې د دولت د وسله والو مخالفانو فعالیتونه تائیدوي، خو ټینګار کوي چې د لارې د پرانیستې ساتلو او د وسله والو د ځپلو لپاره به دغلته پوځې عملیات وکړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.