د کونړ تښتول شوی مرستیال والي خوشې شو

د کونړ مرستیال والي چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې په پېښور کې نا معلومو کسانو اختطاف کړی و، د جمعې په شپه په جلال اباد کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

محمد نبي احمدي ازادي راډیو ته د خپل نیول کېدو په اړه داسې وویل:

"د ناروغۍ له امله مې غوښتل هند ته لاړ شم خو ناروغي مې زیاته شوه او پرېکړه مې وکړه چې په پاکستان کې مې درملنه وکړم، په پېښور کې ډبګرۍ سیمه کې د نا معلومو اشخاصو لخوا ونیول شوم، بیا پوه نشم او لا تر اوسه په دې خبر نه یم چې څرنګه ونیول شوم او چېرته وم."

ښاغلي احمدي وویل نشي ویلی چې دی چا تښتولی و او په دې هم نه پوهېږې چې څرنګه او د چا له لارې خلاص او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د کونړ مرستیال وايي، فشارونو او ګواښونو يې روغتیايي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

محمد نبي احمدي وايي، یو ورور يې هم نا معلومو خلکو نیولی دی چې تر اوسه يې درک نه لګېږي‎.