راپور: ایران له سایبري عملیاتو د جاسوسۍ لپاره کار اخلي

یو نوی راپور چې کارنیګې څېړنیز مرکز خپور کړی دی وايي چې سایبري عملیات دا مهال د ایران د امنیتي ادارو اساسي اوزار او وسیله ګرځېدلې ده.

په راپور کې چې د جنورۍ په څلورمه نېټه خپور شوی راغلي دي چې ایران د خپلو مخالفانو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او امریکا پر ضد او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره له سایبري عملیاتو کار اخیستی دی.

د دې راپور له مخې د ایران سایبري فعالیتونه د دې هېواد د اساسي امنیتي ارګانونو لکه پوځي استخباراتو او سپاه پاسداران تر قوماندې لاندي فعالیت کوي.

د کارنیګي مرکز په راپور کې راغلي دي چې ایران په کور دننه د رژیم د مخالفانو پر ضد او هم د جاسوسۍ لپاره له سایبري عملیاتو کار اخلي.