اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ

اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ او وايي، پاکستان په افغانستان کې د نورو د ماتې قرباني شوى دى.

دا خبره د مذهبي چارو لپاره د پاکستان فډرال وزير سردار محمد يوسف د ازادي راډيو مشال څانګې ته وکړه.

تر دې يوه ورځ مخکې د امريکا متحدو ايالتونو پاکستان د هغو هېوادونو په ليست کې شامل کړ چې له مذهبي ازاديو په کې سرغړونې کېږي.

دا اقدام د دواړو هېوادونو اړيکو ته يوه ضربه ګڼل کېږي.

بل خوا د امريکا متحدو ايالتونو اعلان وکړ چې له پاکستاني پوځ سره په امنيتي برخه کې تقريباً د ٩٠٠ مليونو ډالرو په اندازه مالي مرسته ځنډوي.

واشنګټن دا مرستې تر هغو ځنډوي چې اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې د افراطي وسله والو پرضد د سرحد په اوږدو کې کوټلي اقدامات نه وي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرت د مرستو ځنډولو په اړه تېره شپه په واشنګټن کې وويل:

"نن موږ کولای شو تأیید کړو چې دم ګړۍ به له پاکستان سره امنیتي مرستې تر هغې وځنډول شي، څو چې پاکستان د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد قاطع اقدامات نه وي کړي، موږ دا داسې ډلې ګڼو چې سیمه بې ثباته کوي او همدارنګه پر امریکايانو بریدونه کوي."

د پاکستان د مذهبي چارو وزير ويلي، امريکا په افغانستان کې د خپلې ماتې ملامتي پر پاکستان اړوي.