د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د جمعې په ورځ زرګونو کسانو د خطاطۍ په کلنۍ مسابقه کې ګډون وکړ.
دا مسابقه کاکيزوم نومېږي او د نوي کال په مناسبت جوړېږي.
مسابقه د ډول په غږ سره پيلېږي، خو په سټډيوم کې وروسته له هغه چوپتیا خپره شي چې ګډونوال په لیکلو بوخت شي.
ګډونوال باید په ۲۴ دقيقو کې دننه د خطاطۍ ۲ بېلګې بشپړې کړي.
تر پنځه زره له ۳ کلونو څخه تر ۹۳ کلونو پوري عمر لرونکو کسانو په دې مسابقه کې ګډون وکړ.
د ګډونوالو د عمر او تجربې پر اساس ورته د خطاطۍ لپاره ټکي ورکول شوي وو.
د دغې مسابقې ګټونکي به په نورو مراسمو کې د فبرورۍ مياشتې په ۲۵مه اعلان شي.
په اسیا کې په پراخه کچه د خطاطۍ هنر پر مخ وړل کېږي.
ډېری کسان په دې باور دي چې د چينايي ټکو لیکل فکر چټکوي او د توجه کولو وړتیا زياتوي.