د نیمروز پولیسو په تېره یوه اوونې کې ۵۹۱ کېلو ګرامه مخدره مواد نيولي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان خواجه جیلاني ابوبکر رسنیو ته ویلي چې دا مخدره مواد د دې ولایت له مرکز زرنج او کنګ ولسوالۍ څخه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې درې تنه قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.
دغه ډول د نیمرزو پولیسو د دې ولایت مزکز زرنج په بېلابېلو سيمو کې ۱۴ تنه هم نيولي چې نشهيي مواد یې د پرچون په ډول خرڅول.