په بدخشان کې د هیروئینو ۳ فابریکې ویجاړې شوي

په بدخشان ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې ویجاړې شوې دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د بدخشان په اُرګو ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم په‌کې له‌منځه ولاړې.

نوموړي وویل:

"د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول، د دې ولسوالۍ په خواجه مولا سیمه کې د هیروئينو د پروسس درې کارخانې هم ویجاړې شوې او یو اندازه مخدره مواد هم ترلاسه شوي، د عبدالمتین په نوم د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان هم نیول شوی دی."

دا په داسي حال کې ده چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هلمند ولایت کې د هیروئینو د پروسس پر کارخانو د افغان او ناټو امنيتي ځواکونو ګډ هوايي عملیات دوام لري چې په ترڅ کې یې لسګونه کارخانې ویجاړې شوې دي.