په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قل اردو ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ یوه ډله وسله وال چې غوښتل يې د سرکاڼو ولسوالۍ په لویه لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي، د دوهمې پلې لوا سرتېرو ورسره جنګ کړی ۳ ماین ايښودونکي يې وژلي او دوه حلقې ماینونه يې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه نښته کې حکومتي سرتېر ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
تراوسه د افغان دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.