چارواکي: ارزګان کې ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوي دي.
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ
کې د افغان پوځ په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې شااوخوا ۴۰ وسله وال طالبان
مړه او ټپيان شوي او په خبره یې چې د یادو عملیاتو پرمهال يې ګڼې سیمې د وسله
والوطالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
خو په دغه ولایت کې د عامه نظم د کنډک قومانداني وایي چې په دغو عملیاتو کې ۵ افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
په دې اړه نور معلومات د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت راپور کې اورېدلای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ارزګان راپور