پنس د یوه امریکايي پوځي د جسد د انتقال په مراسمو کې ګډون وکړ

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د پنجشنبې په ورځ د یوه امریکايي پوځي د جسد د انتقال په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ۳۴ کلن میهیل ګولین مړی چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ګزمې په مهال د وسله والو مخالفينو په حمله کې وژل شوی و، پرون امریکا ته ورسول شو.

ګولين اصلاً د لاتویا اوسېدونکی و، خو امریکا ته یې مهاجرت کړی و.

په حمله کې څلور پوځیان ژوبل شول چې دوه یې ژر رخصت شول، خو دوه نور په روغتون کې دي.