د امريکا متحدو ايالتونو په جنوب ختيځ کې د وروستي توفان په نتيجه کې ٤ تنه نور کسان هم مړه شوي دي.
دا کسان وروسته له هغې مړه شول چې د ”بم سايلکون“ په نوم ستر ژمني توفان د امريکا ختيځ سواحل وځپل.
له دې سره په دغه توفان کې چې د زياتې واورې د ورېدو او د امريکا ختيځ ته د سړې څپې د انتقال سبب شوې، د مړو شمېر ١٦ ته پورته شو.
د امريکا هواپوهنې ملي ادارې نن جمعه ويلي چې سړه هوا به سبا او بل سبا هم هلته محسوسه وي.
پخواني معلومات:
د سختې واروې او توپان په نتیجه کې لږترلږه ۱۲ تنه د امریکا په شمال ختیځ کې مړه شول.
پرون پنجشنبه د دې توپان او زورورې واورې له کبله، د زرګونو کورونو برښنا پرچاو شوه او د الوتکو، موټرو او رېلګاډو په تګ راتګ کې خنډ پېښ شو.
د نیویارک ښار په دوو لویو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډول شوې او د متحدو ایالتونو په شمال ختیځ کې ټولټال ۳۵۰۰ الوتنې لغوه شوې.
په نیویارک او د نیوجرسي په ځینو برخو، دغه راز په باسټن او یو شمېر نورو سیمو کې ښوونځي بند شول.
د تېز باد له امله چې شدت یې په یو ساعت کې ۱۱۳ کیلومتره اټکل شوی، د امریکا د ختیځ ساحل له شمالي کارولینا څخه د کاناډا په پوله کې تر مین پورې خبرداري اعلان شوي وو.