پاکستان، ایران او ۳ نور هېوادونه د امریکا یوه تور لیست ته ولوېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا ۳ هېوادونه په هغه لیست کې شامل کړل چې له مذهبي ازادیو سرغړونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په هغو ۱۰ هېوادونو کې شامل دي چې د مذهبي ازادیو د نه زغملو په خاطر د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د مذهبي ازادیو د سرغړونې په خاطر د برما، چین، اریتیریا، شمالي کوریا، سوډان، او سعودي عربستان نومونه هم یاد شوي دي.