ولسمشر غني غزني ته د برښنا د لین د غځولو پروژه پرانیستله

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل له ارغندې څخه میدان وردګ او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کېلو ولټ برښنا د انتقال لین پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د پنجشنبې په ورځ په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې جمهور رئیس غني وویل چې تر راتلونکې یو کال پورې به د غزني خلک له ۲۵ مېګا واټه برښنا څښتنان شي.

جمهور رئیس ټینګار کوي چې د افغانستان به د برښنا له پلوه د ځان د بسیا کېدو تر څنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د برېښنا د ټرانزیت په مرکز هم بدل شي.

د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دې پروژې چارې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې له یوه هندي شرکت سره لاسلیک شوې وې چې نن‌يې تر میدان وردګ او غزني پورې کارونه بشپړ شول.

د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب هم چې په یادو مراسمو کې يې خبرې کولې وویل دا پروژه په دوه برخو کې تنظیم شوې چې ټول لګښت‌يې شااوخوا ۹۵ میلیونه ډالره کېږي او د امریکا د متحده ایالاتو له‌خوا ورکړل شوي دي.